د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بېلابېلو ولایتونو کې کابل ته د عمران خان د راتګ په غبرګون کې لاریونونه وشول

بېلابېلو ولایتونو کې کابل ته د عمران خان د راتګ په غبرګون کې لاریونونه وشول

Nov 20, 2020 - 15:37

کندهار (پژواک، ۳۰ لړم ۹۹): په کندهار، هلمند او بلخ ولایتونو کې ګڼ شمېر خلکو افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د راتګ په غبرګون کې لاریونونه وکړل.

عمران خان د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه له یوه لوړ پوړي پلاوي سره تېره ورځ کابل ته راغلی و او د افغان سولې په اړه یې له افغان چارواکو سره لیدنې لرلې. عمران خان ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې لپاره به هڅې وکړي.

خو نن د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کندهار په سپین بولدک کې سلګونه کسان واټونو ته راوتلي وو او د پاکستان په خلاف يې شعارونه ورکول.

 لاریون کوونکو ویل چې د افغانستان په روانه جګړه او تشدد کې پاکستان ښکېل دی او دغه هېواد هیڅکله د افغانانو خواخوږی او دوست نه شي کېدای.

د کندهار د پنځو سرحدي ولسوالیو د قومي ټولنو مشر او لاریون وال حاجي محمد داوود پژواک ته وویل:« پاکستاني مشرانو تل افغانستان ته په راتګ د خواخوږۍ تمثیل کړی خو په حقیقت کې یې کړنې ټولې د دې هېواد او خلکو د بربادۍ لپاره دي.»

 دی زیاتوي، عمران خان په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې له یوې خوا په قطر کې د سولې خبرې روانې دي، له بله پلوه په پاکستان کې د جګړه مارو روزنځایونه هماغسې فعال دي او هره ورځ په لسګونو او سلګونو وسله وال دلته د تشدد لپاره راځي او جګړه تر پخوا تونده شوې ده.»

د هغه په وینا، که پاکستان په رښتیا په افغانستان کې سوله غوښتلای نو لومړی یې باید په خپل هېواد کې د جګړه مارو روزنځایونه بند کړي وای او وروسته عمران خان کابل ته سفر کړی وای.

 دی وايي، ټول ولس د پاکستان پر نیت شکمن دی او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې دغه هېواد «د ترهګرۍ او ترهګرو» له پالنې را وګرځوي.

 د لاریون یوه بل ګډونوال عبدالرووف هم پاکستان د افغانستان په بربادۍ او د دې هېواد د بې ګناه اوسېدونکو په وژلو کې په لاس لرلو تورن کړ.

 دی وايي، که پاکستان په رښتیا هم په افغانستان کې د سولې اراده لري باید په خپل هېواد کې د «ترهګرۍ مرکزونه» وتړي.

 بل خوا هم مهاله د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هم د پاکستان خلاف لاریون وشو چې سلګونو خلکو په کې ګډون کړی وو

 لاریون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او دغه هېواد یې د افغانستان د څلورو لسیزو د بربادۍ اصلي لامل وباله.

 لاريون کوونکو کابل ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سفر نمايشي وباله او ویې ویل چې دغه هېواد به هیڅکله د افغانستان اړوند له خپلو «شومو سیاستونو» تېر نه شي.

د بلخ سلګونه اوسېدونکو هم په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په غبرګون لاریون وکړ.

لاریون کوونکو کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر راتګ بې ګټې باله او غوښتنه کوله چې پاکستان باید په افغانستان کې د سولې روانه پروسه ګډوډه نه کړي.

تېره ورځ کابل ته د پاکستان د لومړي وزير له راتګ سره سم د پکتيا او خوست ولايتونو سلګونو اوسېدونکو هم د پاکستان پر ضد لاريونونه کړی وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan